۱۳۸۸ تیر ۲۴, چهارشنبه

د افغاني عوايدو کچه ٩٠ په سلو کې لوړه شوې

د افغاني عوايدو کچه ٩٠ په سلو کې لوړه شوې
د افغانستان د ماليې وزارت د ټول هېواد د گمرکونو چارواکي کابل ته په دې موخه ورغوښتي دي چې د گمرکي محصولاتو د زياتېدو په برخه کې ورسره سلا مشورې وکړي .
د ماليې وزارت وايي د روان لمريز کال په لومړۍ ربعې کې يې د عوايدو کچه د تېرکال په پرتله په سلو کې ٩٠ لوړه شوې ده .
دوى وايي که په دې برخه کې پرمختگ همداسې روان وي نو حکومت به په راتلونکو دوه، درې کلونو کې خپله ټوله عادي بوديجه له کورنيو عواېدو پوره کړي.
چارواکي وايي اوس هم د افغانستان څلوېښت په سلو کې عادي بوديجه بهرني هېوادونه ورکوي .
د افغانستان د ماليې وزارت وايي گمرکي عوايد يې مياشت په مياشت زياتيږي.
دغه وزارت د عوايدو د لوړيدو لوى لاملونه په گمرکونو د څارنې پياوړي کول، په کمپيوټري سيستم د هغو سمبالول او د اداري اصلاحاتو راوستل ، په گوته کوي .
د ماليې وزيرعمر زاخېلوال چې په دې برخه کې نورو هڅو ته هم اړتيا ده چې وکولى شو تر راتلونکو دوه، درې کلونو پورې افغانستان خپله عادي بوديجه په کور د ننه پوره کړي.
ښاغلى زاخېلوال وايي اوس هم د افغانستان څلوېښت په سلو کې عادي بوديجه بهرني هېوادونه ورکوي.
د ماليې وزير د افغانستان د گمرکونو چارواکو ته چې د گمرکي عايداتو د لوړولو په موخه يې کابل ته ور بللي وو ووېل تر څلوېښتو زيات هغه کسان يې له دندو شړلي چې عوايد يې په سمه توگه نه راټولول، خو د هغو ستاينه يې هم وکړه چې په دې لاره کې يې پرمختگ کړى دى.
ښاغلي زاخېلوال ووېل تېرکال د افغانستان ټول عوايد شاوخوا اته سوه ميليونه ډالره وو او ټاکل شوې چې سږ کال دغه کچه تر ١٤٠٠ ميلونه ډالرو هم واوړي.
کتونکي وايي په گمرکونو کې د فساد د شته والي له کبله يو شمېر توکي پرته له ماليې ورکولو په غېرقانوني لارو افغانستان ته وارديږي، چې دا پر ملي عوايدو ژور اغېز شيندي.
خو افغان چارواکي وايي له غېرقانوني لارو د توکو د واردولو د مخنيوي په برخه کې پوليسو هم خپلې هڅې چابکې کړي دي.
د گمرکونو د چارواکو په غونډه کې د کورنيو چارو وزير حنيف اتمر هم گډون کړى وو هغه ټينگار وکړ څنگه چې پوليس د اورپکۍ پرضد جگړه کوي دغسې به د ملي عوايدو د را ټولولو په برخه کې هم مبارزه کوي .
که څه هم حکومت وايي د عواېدو د راټولولو په برخه کې ېې پرمختگ کړى ، خو لاهم خلک په حکومتي ادارو په تېره په سرحدي گمرکونو کې د درغلېو او بډو اخېستو په اړه نيوکې کوي.
د افغانستان د ماليې وزير په يوه خبري کنفرانس کې ووېل هېواد يې اوس هم څلوېښت په سلو کې خپله عادي بوديجه له بهرنيو هېوادونو نه اخلي .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر