۱۳۸۸ تیر ۲۴, چهارشنبه

د افغاني عوايدو کچه ٩٠ په سلو کې لوړه شوې

د افغاني عوايدو کچه ٩٠ په سلو کې لوړه شوې
د افغانستان د ماليې وزارت د ټول هېواد د گمرکونو چارواکي کابل ته په دې موخه ورغوښتي دي چې د گمرکي محصولاتو د زياتېدو په برخه کې ورسره سلا مشورې وکړي .
د ماليې وزارت وايي د روان لمريز کال په لومړۍ ربعې کې يې د عوايدو کچه د تېرکال په پرتله په سلو کې ٩٠ لوړه شوې ده .
دوى وايي که په دې برخه کې پرمختگ همداسې روان وي نو حکومت به په راتلونکو دوه، درې کلونو کې خپله ټوله عادي بوديجه له کورنيو عواېدو پوره کړي.
چارواکي وايي اوس هم د افغانستان څلوېښت په سلو کې عادي بوديجه بهرني هېوادونه ورکوي .
د افغانستان د ماليې وزارت وايي گمرکي عوايد يې مياشت په مياشت زياتيږي.
دغه وزارت د عوايدو د لوړيدو لوى لاملونه په گمرکونو د څارنې پياوړي کول، په کمپيوټري سيستم د هغو سمبالول او د اداري اصلاحاتو راوستل ، په گوته کوي .
د ماليې وزيرعمر زاخېلوال چې په دې برخه کې نورو هڅو ته هم اړتيا ده چې وکولى شو تر راتلونکو دوه، درې کلونو پورې افغانستان خپله عادي بوديجه په کور د ننه پوره کړي.
ښاغلى زاخېلوال وايي اوس هم د افغانستان څلوېښت په سلو کې عادي بوديجه بهرني هېوادونه ورکوي.
د ماليې وزير د افغانستان د گمرکونو چارواکو ته چې د گمرکي عايداتو د لوړولو په موخه يې کابل ته ور بللي وو ووېل تر څلوېښتو زيات هغه کسان يې له دندو شړلي چې عوايد يې په سمه توگه نه راټولول، خو د هغو ستاينه يې هم وکړه چې په دې لاره کې يې پرمختگ کړى دى.
ښاغلي زاخېلوال ووېل تېرکال د افغانستان ټول عوايد شاوخوا اته سوه ميليونه ډالره وو او ټاکل شوې چې سږ کال دغه کچه تر ١٤٠٠ ميلونه ډالرو هم واوړي.
کتونکي وايي په گمرکونو کې د فساد د شته والي له کبله يو شمېر توکي پرته له ماليې ورکولو په غېرقانوني لارو افغانستان ته وارديږي، چې دا پر ملي عوايدو ژور اغېز شيندي.
خو افغان چارواکي وايي له غېرقانوني لارو د توکو د واردولو د مخنيوي په برخه کې پوليسو هم خپلې هڅې چابکې کړي دي.
د گمرکونو د چارواکو په غونډه کې د کورنيو چارو وزير حنيف اتمر هم گډون کړى وو هغه ټينگار وکړ څنگه چې پوليس د اورپکۍ پرضد جگړه کوي دغسې به د ملي عوايدو د را ټولولو په برخه کې هم مبارزه کوي .
که څه هم حکومت وايي د عواېدو د راټولولو په برخه کې ېې پرمختگ کړى ، خو لاهم خلک په حکومتي ادارو په تېره په سرحدي گمرکونو کې د درغلېو او بډو اخېستو په اړه نيوکې کوي.
د افغانستان د ماليې وزير په يوه خبري کنفرانس کې ووېل هېواد يې اوس هم څلوېښت په سلو کې خپله عادي بوديجه له بهرنيو هېوادونو نه اخلي .

۱۳۸۸ تیر ۲۱, یکشنبه

په هلمند کی عملیات

راپور-۱۲-۷-۲۰۰۹

په هلمندكې ځايي امنيتي چارواكي وايي چې دشنبې دورځې دپوليسوپه عملياتوكې يې لس تنه وسلوال طالبان وژلي ،شپږتنه يې ژوندي نيولي اوپنځه تنه ټپيان شوي دي.

ددوى په ويناچې په دې عملياتوكې دپوليسويوقوماندان اودموټرچلونكى هم وژل شوي دي.

چارواكي همدارازوايي چې طالبانوغوښتل چې په لشكرگاه ښاروسلوال بريدوكړي چې په وړاند ې يې پوليسويادعمليات پيل اوياده مرگ ژوبله يې ورواړوله.

خووسلوال طالبان خپل لوري ته اوښتې مرگ ژوبله نه مني اودولتي لوري ته دمرگ ژوبلې اړولوادعاكوي.

.

دهلمندامنيه قوماندان سمونوال اسدالله شيرزادديك شنبې په ورځ په يوه خبري ناسته كې وويل چې طالبانوغوښتل له ختيځ لوري په لشكرگاه ښاربريدترسره كړي چې په همدې حال كې يې په ځينوامنيتي پوستو بريدونه هم ترسره كړل چې پوليسوهم په همدې لړكې دطالبانوپه وړاندې عمليات پيل كړل.

دقوماندان كليپ))\

دده په ويناچې ددې عملياتوپه لړدشنبې دور ځې تردولسوبجويې دوام درلودلس تنه وسلوال طالبان ووژل شول،شپږتنه يې ژوندي نيول شوي اوپنځه تنه يې ټپيان شوي دي.

دشيرزادپه ويناچې په دې عملياتوكې دپوليسويوقوماندان دهغه له موټرچلونكي سره دماين په چاودنه كې وژل شوى دى.

بل لوري ته دهلمندكندهارلويه لاره دتيروپنځوورځوراپه ديخواله همدې امله دترافيكوپرمخ تړل شوې چې ډيرى اوسيدونكي يې له ستونزوسره مخ كړي دي.

دهلمندامنيه قوماندان وايي چې دامهال يې دسړك جوړولووسايل اوسامانونه سيمې ته ليږدولي اوډيرژربه ياده لاره دترافيكوپرمخ پرانيستل شي.

بل پلووسلوال طالبان په دې عملياتوكې خپل لوري ته اوښتې مرگ ژوبله نه مني خوادعاكوي چې دماين په چاودنه كې دپوليسوديوقوماندان په گډون اتلس تنه پوليس وژلي دي.

په هلمند کی ده شزو حالات



په اروزگان کې ۱۵ وسلوال ووژل شول

په ازورگان ولایت کې چارواکې وایې چې پدې ولایت کې یې تیره شپه ۱۵ تن مخالف وسلوال په یو کمین کې وژلې دي.

داروزگان ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال جمعه گل همت دوخت سیمه ییز خبریال ته ویلې چې نوموړیو وژل شویو کسانو کې د طالبانو یو تن مشرملا آمان الله هم شامل دی.
هغه دغه راز وویل چې په نوموړې ولایت کې د افغان او بهرنیو ځواکونو گډ پوځې عملیات لا روان دی او زیاتوې چې ایتلافې ځواکونو هم د طالبانو په یو شمیر ټنځایونو بریدونه کړې .
بله خوا د ازروگان ولایت په چارچینو ولسوالۍ کې پرون مازدیگر ناوخته هم یو سراچه ډوله موټرباندې یوه چاودنه رامنځته شوي ده چې، په پایله کې یې څلورتنه عامه وگړې وژل شوي دي.

د اروزگان امنیه قوماندان وایې چې، پدې پیښه کې سراچه ډوله موټر کاملاً له منځه تللی دی او دپیښې ټپیان یې په نوموړې ولایت کې د ولایتي بیارغاونې ټیم روغتون ته لیږدولې دي.

نوموړی زیاتوې، نن سهار هم ددې ولایت په چارچینو ولسوالۍ کې په موټرسایکل سپاره کس باندې یوه چاودنه رامنځته شوه چې پکې نوموړی سخت ټپي شوی دی.

امنیه قوماندان وایې چې، نوموړی ملکی وگړی یې هم د ولایتي بیارغاونې ټيم سیمه ییز روغتون ته لیږدولی دی، چیرته چې د نوموړی درملنه روانه ده
.
د امنیه قوماندان پروینا دا د ریموټ کنټرول یوه چاودنه و چې نن سهار رامنځته شوې ده .