۱۳۸۸ تیر ۲۱, یکشنبه

په اروزگان کې ۱۵ وسلوال ووژل شول

په ازورگان ولایت کې چارواکې وایې چې پدې ولایت کې یې تیره شپه ۱۵ تن مخالف وسلوال په یو کمین کې وژلې دي.

داروزگان ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال جمعه گل همت دوخت سیمه ییز خبریال ته ویلې چې نوموړیو وژل شویو کسانو کې د طالبانو یو تن مشرملا آمان الله هم شامل دی.
هغه دغه راز وویل چې په نوموړې ولایت کې د افغان او بهرنیو ځواکونو گډ پوځې عملیات لا روان دی او زیاتوې چې ایتلافې ځواکونو هم د طالبانو په یو شمیر ټنځایونو بریدونه کړې .
بله خوا د ازروگان ولایت په چارچینو ولسوالۍ کې پرون مازدیگر ناوخته هم یو سراچه ډوله موټرباندې یوه چاودنه رامنځته شوي ده چې، په پایله کې یې څلورتنه عامه وگړې وژل شوي دي.

د اروزگان امنیه قوماندان وایې چې، پدې پیښه کې سراچه ډوله موټر کاملاً له منځه تللی دی او دپیښې ټپیان یې په نوموړې ولایت کې د ولایتي بیارغاونې ټیم روغتون ته لیږدولې دي.

نوموړی زیاتوې، نن سهار هم ددې ولایت په چارچینو ولسوالۍ کې په موټرسایکل سپاره کس باندې یوه چاودنه رامنځته شوه چې پکې نوموړی سخت ټپي شوی دی.

امنیه قوماندان وایې چې، نوموړی ملکی وگړی یې هم د ولایتي بیارغاونې ټيم سیمه ییز روغتون ته لیږدولی دی، چیرته چې د نوموړی درملنه روانه ده
.
د امنیه قوماندان پروینا دا د ریموټ کنټرول یوه چاودنه و چې نن سهار رامنځته شوې ده .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر